د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې د پانګې د جذب په موخه غواړي د پنجشیر زمرد لپاره یو نندارتون پرانیزي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۴ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د پنجشیر زمرد لپاره لومړنۍ نندارتون به په کابل کې د سرطان په ۲۰ مه نېټه پیل او د همدې مېاشتې تر ۲۲ مې نېټې به دوام وکړي.

طالبان د دې نندارتون پرانیستلو موخه د قیمتي ډبرو لپاره د پانګونې جذبول، د کانونو استخراج او همداراز د پنجشیر لاسي صنایع او فرهنګ په ګوته کول یادوي.

طالبانو تېر کال د پنجشیر زمرد را ویستل پیل کړي و او د دې وزارت د معلومات له مخې، په دې ولایت کې تر دې دمه ۷۵۰ د زمرد معدنونه ثبت شوي دي چې په دې لړ کې یې لږ تر لږه ۲۰۰ شرکتونو ته د استخراج جوازونه ویشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له درې کلنو را پدیخوا په ټول هېواد کې د معدونونو په استخراج لاس پورې کړی دی او په دې برخه کې یې یوشمېر چینايي شرکتونو سره هم تړونونه لاسلیک کړي دی.