د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ، د جون په ۲۵ مه نېټه د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د ۸ منډو په توپیر بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي.

افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره، ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف ورکړ.

بنګله دیش ملي لوبډلې ونشو کړلای یاد هدف ترلاسه کړي، بنګالۍ لوبډلې د  لوبې په ۱۷ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸ منډو په توپیر پر افغانستان وبایلله.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز ۴۳، ابراهیم ځدراڼ ۱۸، عظمت الله عمرزي ۱۰ او راشد خان ۱۹ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا نوین الحق او راشد خان تر ټولو ښه وځلیدل، دواړو لوبغاړو وکولای شول د سیالې لوبډلې ۴ – ۴ لوبغاړي له میدان اوټ کړي.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام نیمه پای لوبې د روانې جون مېاشتې په ۲۶ مه نېټه وشي، چې په دې پړاو کې به افغانستان له سوت افریقا او هند به د انګلستان سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.