د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ د جون مېاشتې پر ۲۳ نېټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د ۲۱ منډو په توپیر اسټرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه.

اسټرالیا د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د خپلو ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ، خو اسټرالیا د لوبې په ورستي اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره یواځې ۱۲۷ منډې ترلاسه او لوبه یې پر افغانستان وبایلله.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه وځلیدل، ګربز ۶۰ او ځدراڼ ۵۱ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې بیا ګلبدین ۴ او نوین الحق ۳ د سیالې لوبډلې لوبغاړي اوټ کړل.

د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا په کور دننه او بهر وستایل شوه او ډیری هېواد وال دغه بریا ونمانځله.

افغانستان د کرکټ نړیوال شل اوریز جام د اته غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې له هند، اسټرالیا او بنګله دیش سره یوځای ده، ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړله او ټاکل شې خپله ورستۍ لوبه له بنګله دیش سره وکړي.