د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روان شل اوریز نړۍوال جام په دویم پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ هم ۵۱ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې بیا ګلبدین نایب څلور، نوین الحق درې، راشد خان یوه او محمد نبي هم یوه وېکټه ترلاسه کړه.