د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبې د جون مېاشتې پر ۱۸ مه نېټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د کوربه ویسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته او په پایله کې یې د ۱۰۴ منډو په توپیر له دې لوبډلې سخته ماتې ورخوړله.

 د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې سیاله لوبډله د توپ وهنې لپاره را وبلله، ویسټ انډیز په ټاکلو شل اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو افغانستان د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کې نیکلاس پورن تر ټولو ښه وځلېد او په ۵۳ توپونو یې وکولای شي ۹۸ منډې جوړې کړي.

افغانستان بیا د لوبې په ۱۶ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره یواځې ۱۱۴ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې سیالې لوبډلې ته وبایلله.

دا د نړیوال شل اوریز جام د ګروپي سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړۍ ماتې وه.