د اروپا د ملتونو د فوټبال سیالۍ د جمعې په ورځ د جون پر ۱۴ مه نېټه د جرمني هېواد په کوربه توب د ۲۴ اروپايي هېوادونو فوټبال ملي لوبډلو په ګډون پیل شوې.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې جرمني د سکاټلنډ پر وړاندې سیالۍ ډګر ته ووته چې په پایله کې یاده لوبه پنځه د یو پر وړاندې د جرمني په ګټه پایته ورسېده.

د اروپايي اتحادیې هېوادونو ترمنځ د فوټبال په دې سیالیو کې ۲۴ لوبډلې برخه لري چې په شپږو ګروپونو کې سره ویشل شوي دي.

دغه سیالۍ به د یوې مېاشتې لپاره د جرمني په لسو ښارونو کې روانې وي او پای لوبه به یې د جولای پر ۱۴ مه نېټه په برلین ښار کې ترسره شي.