ملګرو ملتونو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د زر ورځو د تېرېدو په تړاو یوځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ نن جمعه د جون مېاشتې په ۱۴ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان انجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز نه د منلو دی نه د تصور وړ دی او لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي.

د پنجشنبې پر ورځ د جون مېاشتې ۱۳مه نېټه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر مېاشت کې د انجونو په پوهنتونونو هم بندیز ولګاوه.