د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی دی چې د هېواد ۱۷ کلنه فوټبال ملي لوبډله د اسیا ۲۰۲۵ میلادي کال اسیايي جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې به بنګله دیش، کمبودیا، فلپین او ماکائو فوټبال لوبډلو سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

افغان لوبډله د دې سیالیو په ب ګروپ کې لوبېږي، دغه لوبې به د کمبودیا هېواد په کوربه توب د روان کال، اکتر مېاشتې له ۱۹ تر ۲۷ مې نېټې دوام وکړي.