د روداري او مصور په نومونو د بشري حقونو د نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو دوو نړیوالو بنسټونو د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز زر ورځې پوره کېدو سره هم مهاله د اقرا په نوم یو کمپیان پیل کړی دی.
د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر په خپله ایکس پاڼه کې د دې کمپاین د پیل په اړه ویلي دي چې د جون په ۱۴ مه نېټه په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز زر ورځې پوره کېږي.
اغلې اکبر زیاته کړې چې افغانې نجونې له خپلې انساني او شرعي حق څخه چې تعلیم دی محرومې دي او په وینا یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره د خلکو د ډاډ لپاره د «اقراء» کمپیان پیلوي او دا ډول خپل غږ پورته کوي.
شهرزاد اکبر له افغانانو غوښتي چې د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره دې دا غږ دې ورسره بدرګه کړي.
په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.
طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.