د قلم لار بنسټګر وایي، لا هم زرګونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي
د زدهکړو افغان فعال او د «قلم لار» ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا ویلي، چې په فرانسه کې د «ازادۍ ۲۰۲۶» جایزې ترلاسه کول به هغه او د هغه ټیم نور هم وهڅوي چې د هغو ماشومانو لپاره خپلې هڅې پراخې کړي چې لا هم له زدهکړو محروم دي.
مطیعالله ویسا په خپل پیغام کې ویلي، چې نوموړی د ۷۵ هېوادونو د ۹۵۱ نوماندانو له ډلې وروستي پړاو ته رسېدلی و او د زرګونو کسانو د رایو په ترلاسه کولو سره یې دغه جایزه وګټله.
هغه ویلي، چې د ده ټیم په تېرو ۱۶ کلونو کې د جګړو ځپلو سیمو د ماشومانو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرولو هڅې کړې دي او په لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو لپاره لومړني ښوونځي پرانیستي دي.
ویسا د جایزې د ترلاسه کولو په مناسبت له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دوی له فعالیتونو یې ملاتړ کړی، رایې یې ورکړې او د جایزې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی: «دا جایزه د هغو زیانمنو ماشومانو پر وړاندې زموږ مسؤلیت لا زیاتوي چې لا هم د زدهکړو له حقه محروم دي.»
هغه ویلي، چې د جایزې له مالي ملاتړ څخه به د زدهکړو د پراختیا، د ښوونځیو د جوړولو او په لرې پرتو سیمو کې د تعلیمي فرصتونو د پراخولو لپاره کار واخلي.
مطیعالله ویسا هیله څرګنده کړې، چې یوه ورځ به هېڅ ماشوم د جګړو او ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې نه وي او افغانستان به د سولې او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

