د افغان نجونو د زده‌کړو د حق فعال او د طالبانو پخوانی بندي مطیع‌الله ویسا د فرانسې د نورماندي سیمې له لوري د «آزادۍ ۲۰۲۶» جایزې ګټونکی اعلان شو.

د نورماندي سیمه‌ییزې شورا ویلي، دا جایزه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د حق لپاره د ویسا د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله نوموړي ته ورکړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د رایې ورکولو په بهیر کې برخه اخیستې او مطیع‌الله ویسا یې د دې جایزې د اتم پړاو ګټونکی ټاکلی دی.

مطیع‌الله ویسا، چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په ۱۷ کلنۍ کې یې د «پن‌پت» یا «لار قلم» په نوم رضاکاره بنسټ جوړ کړ. دغه بنسټ اوس زرګونه رضاکاران لري او په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځیو د بېرته فعالولو، ګرځنده کتابتونونو او د نجونو د زده‌کړو د ودې لپاره کار کوي.

ویسا د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د طالبانو له لوري ونیول شو او اووه میاشتې یې پرته له محکمې په بند کې تېرې کړې. نوموړی د هماغه کال د اکتوبر په ۲۶مه خوشې شو.

ټاکل شوې د «آزادۍ ۲۰۲۶» جایزې د سپارلو مراسم د جون په ۴مه د فرانسې په کان ښار کې ترسره شي