د لوړو زده وزات سرپرست وايي، افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو ترڅنګ په تحصیلي ډګر کې خورا ډېر پرمختګونه کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د سه شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د روسیې کازان ښار د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په نړیواله غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي چې طالبان د علم پرمختګ او په دې ډګر کې له سیمې او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دي.

ندامحمد ندیم په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې یاد وزارت توانېدلی ۱۴ سترې زیربنايي پروژې بشپړې او د ۱۳۱ څانګو د نصاب بیاکتنه وکړي او په وینا یې اوس مهال ۵۰۰ زره محصلین د افغانستان په بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې پر زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په داسې حال کې په تحصیلي ډګر کې د پرمختګونو خبر ورکوي چې طالبانو له درې کلنو راپدیخوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.