د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۱ مه نېټه د ۷ ویکټو په توپیر کاناډا ته ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

پاکستان د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې کاناډا ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د کاناډا کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د خپل ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف ورکړه.

خو پاکستان یاد هدف د لوبې په ۱۷.۳ اور کې د خپلو د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د کاناډا لپاره په توپ وهنه کې هارون جانسن ۵۲، کلیم ثنا ۱۳ او سعد بن ظفر لس منډې وکړې. په توپ اچونه کې بیا د کاناډا لپاره ډیلون هیلګر ښه وځلید او د پاکستان ۲ لوبغاړي یې اوټ کړل.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان ۵۳ ناسوځېدلې او بابر اعظم ۳۳ منډې وکړې، په توپ وهنه کې بیا محمد عامر او حارث روف د سیالې لوبډلې دوه – دوه ویکټې او شاهین شاه افریدي او نسیم شاه یوه – یوه ویکټه ترلاسه کړه. پاکستان په روان شل اوریز نړیوال جام کې د کاناډا پر وړاندې په داسې حال کې بریا ته ورسېد چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې یې امریکې او هند ته وبایللې.