د بشر حقونو څار بنسټ د افغانستان په اړه د دوحې کېدونکې درېیمه ناسته چې ټاکل شوې د روانې مېاشتې په پای کې وشي د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.

د بشر حقونو څار بنسټ د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د دوحې را روانه ناسته د ښځو ترڅنګ د درېدو او بل هر هغه کار د مخنیوي لپاره ګټور دی چې ممکن بشري حقونه له پامه وغورځوي یا هم طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

د دې نړیوال بنسټ په خپل راپور کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبان د ښځو او انجونو پر خلاف د هغوئ د جنایتونو له امله وپوښتي او په دې برخه کې واضح دریځ ولري.

د دې بنسټ د راپور په یوه برخه کې راغلي: «هیڅوک نباید پر طالبانو لګېدلي بنديزونه لرې کړي، ترهغه چې په بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو په حقونو کې تاييد شوی ښه والی نه وي راغلی.» د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز له ټولو هېوادونو غوښتي چې په ملګرو ملتونو طالبانو ته څوکۍ ورنکړي او نه یې هم د دې سازمانو غونډو ور وغواړي.