لیکنه: فضل محمود فضلي – د جمهوري نظام د چارو ادارې رییس
زموږ د معاصر تاریخ په اړه یو مشهور استعماري روایت دا دی، چې ګنې اوسنی افغانستان د نولسمې پيړۍ په وروستیو کې یوازې د بریتانوي مرستو په مټ روغ پاتې او بقا یې تضمین شوې ده. دا روایت یوازې یوه تاریخي تېروتنه نه ده؛ بلکې یوه سیاسي وسیله ده چې د افغانانو د دولت جوړونې، اقتصادي وړتیا او سیاسي خپلواکۍ د کمزوري ښودلو لپاره کارول شوې او لا هم کارول کېږي.
له بده مرغه، دا روایت یوازې د استعماري لیکوالانو په کتابونو کې نه دی پاتې شوی، بلکې ځینو افغانانو هم پرته له جدي پوښتنې او څېړنې څخه تکرار کړی دی. پایله دا شوې چې د ځوان نسل په ذهن کې داسې انځور رامنځته شي چې ګواکې افغانستان په خپل تاریخ کې هېڅکله په خپلو پښو نه دی ولاړ شوی او تل د بهرنیو قدرتونو محتاج پاتې شوی دی. دغسې په دې افسانه کې د افغان دولت د بقا ټول امتیاز هغه بریتانوي مرستو ته ورکول کېږي چې د افغانستان ځینو امیرانو به د بریتانوي هند کمپنۍ نه ترلاسه کولې. دا روایت موږ ته داسې تصور تداعي کوي چې ګواکې د افغانستان امیرانو او واکمنانو هیڅ لیاقت او استعداد نه درلود، فقط د دوی د خوراک، لباس، دربار او عسکرو مصارف او پېسې بریتانیا ورکولې او افغانستان نور هیڅ کوم کمال او ارزښت نه درلود.
د دې روایت تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې د افغانستان د دولت جوړونې اوږد تاریخي تسلسل له پامه غورځوي. هند د بریتانیانو له راتګ ډېر پخوا افغانستان د دراني امپراتورۍ مرکز و. کله چې احمد شاه بابا په ۱۷۴۷کال کې د افغانستان بنسټ کېښود، د دولت مالي سرچینې د هېواد له دننه څخه تأمینېدې. مالیات، سوداګریز عواید، د کرنې محصول او د دولت دودیز مالي نظام د دراني دولت اصلي ملا تیر جوړاوه. د تیمور شاه په دوره کې هم دولت د خپلو داخلي سرچینو پر بنسټ چلېده. د دراني حکمرانۍ د لومړیو لسیزو تاریخ موږ ته ښيي چې افغانستان د یوه خپلواک او مالي پلوه پر ځان بسیا امپراتورۍ په توګه رامنځته شوی و، نه د کومې بهرنۍ امپراتورۍ د مرستو په مټ.
خو د نولسمې پېړۍ له لومړیو نیمایي څخه د سیمې سیاسي وضعیت بدل شو. بریتانوي استعمار چې په هند کې یې واک ټینګ کړی و، د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې نوې لارې ولټولې. د پوځي یرغلونو تر څنګ، اقتصادي فشار هم د دې ستراتیژۍ یوه برخه وه. د افغانستان هغه تاریخي سوداګریزې لارې چې د ګندمک، تورخم او سویلي مسیرونو له لارې یې له سیمې او نړۍ سره اړیکې ساتلې، تر فشار او محدودیتونو لاندې راغلې. دا اقتصادي خنډونه یوازې د سوداګرۍ پر وړاندې موانع نه وو؛ بلکې د افغانستان د دولت پر عوایدو یې هم اغېز کاوه.
همدا شرایط وو چې د وخت افغان مشران یې دې ته اړ کړ څو د خپلو مالي سرچینو د تنظیم او تمرکز لپاره نوې لارې ولټوي. د عوایدو د مرکزي کولو بهیر د امیر دوست محمد خان د واکمنۍ په دویم پړاو کې پیل شو، د امیر شیرعلي خان په دوره کې یې پراختیا وموندله او د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې په بشپړ ډول رسمي او منظم شکل غوره کړ. دا د یو دولت د بقا او پیاوړتیا طبیعي او بومي هڅه وه؛ هغه دولت چې د بهرنیو فشارونو اوبندیزونو سره مخ و او غوښتل یې خپلې مالي چارې د مرکزي ادارې تر واک لاندې راولي.
له همدې امله، کله چې د امیر عبدالرحمن خان د دورې عوایدو ته ګورو، باید هغه د یوه اوږده تاریخي بهیر پایله وګڼو، نه د بریتانوي مرستو محصول.
خو استعماري روایت ولې پر مرستو ټینګار کوي؟
ځکه چې استعمار تل هڅه کړې چې د ملتونو خپلواکه اراده او وړتیا کم ارزښته وښيي. کله چې یو ملت خپل دولت جوړوي، خپل پوځ تنظیموي، خپلې ادارې پیاوړې کوي او خپل سیاسي موجودیت ساتي، نو استعماري ذهنیت هڅه کوي دا ټولې لاسته راوړنې د کوم بهرني قدرت محصول معرفي کړي.
د همدې منطق له مخې، که افغانستان مقاومت کوي، ویل کېږي چې د بل چا په مرسته یې مقاومت کړی؛ که دولت جوړوي، ویل کېږي چې د بل چا په پیسو یې دولت جوړ کړی؛ او که خپلواکي ساتي، ویل کېږي چې د بل چا په خوښه یې ساتلې ده.
بریتانیا افغانستان ته دا مرستې د خیرات په توګه نه ورکولې. هغه مرستې د ستراتیژیکو محاسبو برخه وې. بریتانوي امپراتورۍ غوښتل چې د تزارې روسیي د پراختیا مخه ونیسي. د همدې هدف لپاره یې له کابل سره اړیکې ساتلې او مالي امتیازات یې ورکول.
د افغان دولت د هغه وخت د عوایدو په اړه بېلابېل ارقام ذکر شوي، خو حتی محافظه کاره اټکلونه د امیر عبدالرحمن خان د دولت کلني عواید شاوخوا ۵۰ میلیونه روپۍ ښيي، او د بریتانیا کلنۍ مرستې نږدې یو میلیون روپۍ وې، دا پرتله په ښکاره ډول څرګندوي چې د دولت اصلي مالي بنسټ داخلي عواید وو او بریتانوي مرستې د افغانستان د کلني عوایدو یوازې دوه فیصده وې. نو دغه رقم دا نه ثابتوي چې د مقابل لوري ټول موجودیت په هماغه امتیاز پورې تړلی و.
که رښتیا هم افغانستان یوازې د بریتانوي مرستو پر مټ ولاړ وای، نو ولې بریتانیا ونه توانېده چې افغانستان د هند په څېر مستعمره کړي؟ ولې یې ونه توانېده چې خپلې ادارې او قوانین په افغانستان کې نافذ کړي؟ ولې افغان دولت د لندن پر ځای په کابل کې پرېکړې کولې؟ دا ځکه چې افغانستان یو خپلواک سیاسي موجودیت درلود.
د دې استعماري روایت د دوام او قوت تر شا بل مهم عامل هم شته. کله چې له ۱۹۵۰مې لسیزې وروسته په اسیا، افریقا او لاتیني امریکا کې پخوانیو مستعمرو ملتونو د خپل تاریخ د بیا لیکلو او استعمار ضد روایتونو د جوړولو هڅې پیل کړې، نو استعماري قدرتونو هم خپل تبلیغاتي روایتونه لا پیاوړي کړل. هغوی هڅه وکړه داسې وښيي چې ګواکې د دوی واکمني، پانګه او اداره وه چې دغو ملتونو ته یې د ژوند توان ورکړی و. د دې منطق له مخې، که استعمار نه وای، نو هغه ملتونه به نه دولت درلود، نه اقتصاد او نه راتلونکی.
همدغه ذهنیت د افغانستان په اړه هم تکرار شو. استعماري لیکوالانو او د هغوی فکري پیروانو هڅه وکړه افغانانو ته دا قناعت ورکړي چې ګواکې د هغوی دولت د خپلې خاورې او ولس پر ځای د بریتانوي خزانې پر اوږو ولاړ و.
د استعماری دستګاوو لیکوالان د تاریخي واقعیت دقیق انځور نه وړاندې کوي. دوی هڅه کوي دا فکر تر ډېره د معاصر سیاست او د نن ورځې د نړیوالو اقتصادي اړیکو له مفکورې څخه په اخېستو په تېر دور او زمانه باندې قضاوت وکړي. په معاصر نړیوال نظام کې «وابسته دولت» هغه دولت ته ویل کېږي چې د خپلې بودجې لویه برخه د بهرنیو مرستو او نړیوالو پورونو څخه تر لاسه کوي. د وابستګۍ دا نظام د شلمې او یویشتمې پيړۍ د نړیوال اقتصاد محصول دی، نه زموږ د تاریخي مالي او اقتصادي واقعیت دقیق بیان.
دا ځکه چې دلته تاریخ بل څه وایي.
تاریخ وایي چې افغانستان د احمد شاه بابا له وخته د خپل دولت مالي بنسټونه لرل. تاریخ وایي چې افغان دولت د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د خپلو سرچینو د تنظیم لپاره اصلاحات وکړل. تاریخ وایي چې افغان ولس مالیه ورکوله، کرنه یې کوله، سوداګري یې کوله او دولت یې تمویلاوه. او تاریخ وایي چې بهرني قدرتونه راغلل او لاړل، خو افغانستان پاتې شو.
د ځوان نسل لپاره اصلي درس دا نه دی چې زموږ پلرونه بې عیبه وو. اصلي درس دا دی چې هغوی د خپل برخلیک د مالکیت احساس درلود. هغوی پوهېدل چې د دولت سرچینه کابل دی، نه لندن؛ ملت دی، نه امپراتوري؛ ولس دی، نه استعمار.
هغه ملت چې د خپل تاریخ په اړه د نورو روایتونه تکراروي، د خپل راتلونکي په اړه هم د نورو پرېکړو ته انتظار باسي. خو هغه ملت چې خپل تاریخ په خپل ذهن، خپل معیار او خپل اعتماد لولي، د خپل راتلونکي د جوړولو جرئت پیدا کوي.
همدا جرئت د افغانستان د راتلونکي سیاست بنسټ باید وي.

