د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، افغان خبریال شکیب نظري چې د جاپان د «اېن‌ټي‌وي» ټلوېزیون لپاره یې د ځایي خبریال په توګه کار کاوه، د طالبانو په بګرام زندان او د استخباراتو په توقیف‌ځای کې تر شاوخوا یو کال او یوې میاشتې بند وروسته خوشې شوی دی.

د مرکز په وینا، نظري له بګرام زندان څخه د کابل د طالبانو د استخباراتو توقیف‌ځای ته تر لېږد وروسته ازاد شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

شکیب نظري د ۱۴۰۴ کال د اسد میاشتې په دویمه نېټه په کابل کې له خبریال بشیر هاتف او د توانا خبري اژانس له مسوول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف مامورانو له خوا نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو یوې نظامي محکمې نظري د ۱۴۰۴ کال په قوس میاشت کې د «حکومت پر ضد تبلیغاتو» په تور په درې کاله بند محکوم کړی و.

بشیر هاتف شاوخوا یوه میاشت مخکې له نږدې یو کال بند وروسته خوشې شو، خو ابوذر صارم سرپلي لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

د خبریالانو مرکز د نظري د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو د هغه نیول او بندي کول یې د نوموړي د بشري او مسلکي حقونو نقض بللی دی. د دغه بنسټ په وینا، نظري د بند پر مهال مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود.

مرکز زیاتوي چې د جاپان د «اېن‌ټي‌وي» ټلوېزیون لپاره د افغانستان د ورځنیو خبرونو راټولول او له بهرنیو رسنیو سره همکاري د هغه په دوسیه کې له مطرح شویو مواردو څخه وو.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې نور بندیان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم خوشې کړي او رسنیو ته د ګواښ، فشار او نیولو له وېرې پرته د فعالیت زمینه برابره کړي.