د «افغانستان اکثریت ګوند» په نوم نوي جوړ شوي سیاسي ګوند خپل ۹۲ مخیز بنسټیز اسناد خپاره کړي، چې د ګوند سیاسي لیدلوری، تشکیلاتي جوړښت او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې مهم اصول پکې بیان شوي دي.
د ګوند منشور پر درېیو اساسي محورونو راڅرخي: ولسي فکري او سیاسي انسجام، له شاتګپالو او ملي ضد افکارو سره مبارزه، او د یوه خپلواک او مترقي دولت جوړول.
اکثریت ګوند وايي، د افغانستان سیاسي نظام باید د ولس د ارادې پر بنسټ جوړ شي او هېڅ بهرنی ځواک باید د هېواد د نظام د جوړولو، بدلولو یا نسکورولو واک ونه لري.
ګوند د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان، ولسواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي او د متمرکز نیمهریاستي نظام پلوي کوي. دغه ګوند سیاسي ګوندونه د ولسي استازولۍ، سیاسي مشارکت او د واک د مسوولانه انتقال مهم بنسټونه بولي.
په منشور کې هر ډول جنسیتي، قومي، ژبني او سیمهییز برتري رد شوې او د ټولو اتباعو پر بشپړې قانوني برابرۍ ټینګار شوی دی.
د اسنادو په نورو برخو کې د اساسي قانون، ټاکنیز نظام، حکومتولۍ او اداري اصلاحاتو، اقتصاد، ځمکې او کرنې، ټولنیز عدالت، ملي امنیت، انتقالي عدالت، معلوماتي ټکنالوژۍ، افغان ډیاسپورا او بهرني سیاست په اړه د ګوند دریځونه بیان شوي دي.

