د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس، فضل محمود فضلي، په خپله تازه لیکنه کې د مجاهدینو پر مهال د جلال‌ آباد محاصره د غزې له اوسني حالت سره پرتله کړې.
هغه نه یوازې نظامي وضعیت ته اشاره کړې، بلکې د رسنیو تبلیغاتي جګړه، د انجوګانو دوه‌مخۍ او نړیوال نیابتي سناریو یې هم په تفصیل رااخیستې ده.

‏۱۳۶۷ کال، کب ۱۸مه؛ بي بي سي ماښامنۍ خپرونه: «مجاهدین د جلال ‌آباد ښار یوې کیلو مترۍ ته رسېدلي او ښار د سقوط په درشل کې دی. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مجاهدینو پر ښار له پنځه زرو ډېر د ځمکې نه ځمکې ته راکټونه ویشتي او دفاعي کرښه ماته شوې ده».

‏د جګړې په لومړۍ کرښه کې هماغسې چې جګړه شدیده او توده وه، تبلیغاتي جګړه هم په ورته ډول شدیده وه؛ آن تر دې چې د امریکا په مشرۍ د جهاد ټولو ملاتړو رسنیو تر اغېز لاندې د جلال آباد ښار اوسېدونکو ته آوازې خپرې شوې چې د حوت د میاشتې په نولسمه به جنرال حمیدګل (د پاکستان د ای اس ای پخوانی مشر) د افغان جهادي ملېشو د مشرانو او عربي جنګیالیو سره یوځای د جلال آباد په سپین جومات کې د مازیګر لمونځ کوي. د لوږې، قحطۍ، راکټونو او مرګ ژوبلې سربېره تر ټولو ډاروونکی حالت دا و چې رسنیو به تبلیغاوه تر څو د ښاریانو مورال کمزوری او پراخه وېره خپره کړي.

‏زه چې د غزې د محاصرې، ویجاړیو او مرګ ژوبلې انځورونه او خبرونه وینم، ماته کټ مټ د جلال اباد جنګ او محاصره سترګو ته ودرېږي. د غزې اوسنۍ تراژيدي هغه څوک ښه درک او حس کولای شي، چې د جلال آباد د جنګ پر مهال یې دغه ښار کې ژوند کاوه. جلال آباد ښار له څلورو خواوو محاصره و، زه دغه مهال د تجربوي ښوونځي په شپږم ټولګي کې کوم. د ښار ټول ښوونځي تړل شوي وو، مېندو خپل بچیان د کور په زېر زمینیو کې بندیان کړي وو، څو له راکټونو خوندي وي. د جلال آباد هر ښاري په خپله کوڅه کې د مجاهدینو په راکټ د لګېدلي ماشوم یا یوې مور د بدن د غړیو د راټولول شاهد وو.

‏هغه وخت د ټول ښار پراخوالی شاوخوا دوه کیلومتره مربع و، چې د کونړ له سقوط وروسته ورته د کونړ اوسېدونکي هم کډوال شوي وو، دغه مهال جلال آباد کې ګڼ شمېر هندوان او سیکهان هېوادوال هم اوسېدل، خو بیا هم د ټول ښار د نفوسو شمېر پنځوس زره شاوخوا و؛ دا ځکه چې د ښار ډېری اوسېدونکي د جګړې له پیل مخکې کابل یا پېښور ته کډه شوي وو.

‏د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د کب له میاشتې تر ۱۳۶۸ د چنګاښ یا سرطان تر میاشتې پورې، هره ورځ په دې محدوده سیمه کې زرګونه راکټونه توغول کېدل، په دې کې د کلستر په نوم سکر بیست راکټونه هم وو چې د لګېدو سره نور واړه بمونه شیندل، چې هغه هر یو به جلا انفجار کاوه او د ملکي مرګ ژوبلې کچه به یې زیاتوله.

‏د سختۍ قحطۍ او لوږې سربېره د طبي امکاناتو شدید کموالی و. له مرکز نه د خوراکي توکو کاروانونه به د کابل جلال آباد په لاره د مجاهدینو له خوا تالا او ترغه شول او د مجاهدینو له سيمې ښار ته حتی د یو ټیم غوړیو قاچاق د مرګ سزا درلوده. د ښار اوسېدونکو خپل سپما شوي غذایي توکي د خپلو ګاونډیانو سره شریکول. د ټپیانو درملنه دومره سخته وه چې د بې هوښۍ د دوا او امکاناتو د کموالي له امله اکثره ټپونه د بي هوښۍ نه پرته ګنډل کېدل، د زخمي پښو او لاسونو پرې کول عامه ځکه وه چې د ژورو ټپونو د دوامداره درملنې لپاره امکانات نه و. جنازو کې د ګوتو په شمار کسانو ګډون کولای شوای.

‏لکه اوس چې موږ په غزه کې د فلسطیني ماشومانو او مېندو په وژلو د نتانیاهو د ځینو تندلارو صهیونیستانو، لبرال خبریالانو او فعالانو خوشالي وینو. د جلال آباد د جنګ پر مهال د پېښور او اسلام آباد په هوټلونو او صالونونو کې د غربي او عربي خبریالانو او انجو سالارانو او د دوی د افغاني مامورینو چې د دغه جنګ د خبري پوښښ لپاره راغلي وو، همداسې د خوشالۍ فضا حاکمه وه. د پېښور او کوټې په ښارونو کې د جهادي تنظیمونو او د انجوګانو په دفترونو کې د یوې لویې فتحې خوشالي او جشنونه روان وو.

‏دغو لویدیځو رسنیو خبریالانو په جلال اباد ښار د راکټونو باران په ډېرې خوښۍ او شور سره ستایه. دوی د ملکي وګړو وژل او ژوبلول د بریا نښه بلله او د ښار محاصره، قحطي او لوږه یې د یوې «بریالي نظامي تکتیک» په توګه معرفي کاوه. د جلال آباد جنګ نه یوازې د محاصرې بلکې د خبري پوښښ له پلوه هم د اوسنۍ غزې له فاجعې سره ډېر ورته والی لري.

‏د همدې کوچنۍ سیمې د سقوط لپاره د جګړې په مقابل اړخ کې د لويدیځ نیابتي جهادي ملیشې (د ۷ تنظیمونو شاوخوا ۱۲۰۰۰ ملېشې)، د پاکستان ملیشې (د آی ایس آی د دوو لواګانو ۵۰۰۰ اوپراتیفي ملېشې)، د منځني ختیځ عرب جنګیالي (د بېلابېلو اسنادو له مخې ۱۳۰۰ عرب جنګیالي)، د امریکې او نورو غربي هېوادونو نامعلوم شمېر استخباراتي اوپراتیفي پرسونل او نور بهرني ځواکونه چې د امریکا او لويدیځو هېوادونو په وسلو او لوجستیکي مرستو سمبال وو، په جګړه بوخت ول. دوی غوښتل د ښار دفاعي لیکې سقوط کړي. د ښار د دفاع لپاره فقط شاوخوا ۱۵۰۰۰ سوچه افغاني ځواکونه جنګېدل.

‏خو د شپږو میاشتو سخت مقاومت وروسته، د جلال ‌آباد اتلو مدافعینو، چې ټول افغانان ول او یو بهرنی هم پکې نه و، د ټولو نیابتي ملېشو یرغل شنډ کړ. دغه شکست د نیابتي ملېشو، لوېدیځو خبریالانو او انجو فعالانو لپاره یو شرموونکی پای و چې تر نن ورځې پورې پاکستان او د پاکستان استعماري باداران غواړي، دغه شرموونکې تاریخي ماته پټه کړي او یا هم د ماتې لپاره بېلابېل توجیهات ولټوي.

‏دا درې ډلې (نیابتي ملېشې، رسنۍ، انجوګان) چې هغه وخت د افغانستان د ویجاړولو، د خلکو د ځورولو او د خوړو او د درملو د بندېدو لپاره موظفې شوې وې او د جلال آباد د ماشومانو او ښځو په وژلو او راکټ باران باندې خوشالي کوله، همدوی ته له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته په افغانستان کې د «ډیموکراسۍ»، د «بشر د حقوقو» او «د بیان آزادۍ» د تمثیل دنده ورکړل شوه. د دغو ډلو مشرانو ته که هغه جنګي وې او یا هم د انجوګانو او رسنیو په چوکاټ کې د لبرالانو په توګه دندې ترسره کولې. په دې لیکنه کې ورته د «مامورینو» اصطلاح کاروو.

‏د دغو مامورینو تمویل دومره پراخ و او دی، چې د دوی موجودیت هر ډول واقعي سیاسي بهیر له خنډ سره مخ کړی.

‏همدا وجه ده چې مسایل فردي ارزول کېږي؛ یعنې تمرکز په عمدي یا غیر عمدي توګه په دغو مامورینو کیږي؛ یو څوک د «قهرمان» او بل د «خاین» په توګه معرفي کېږي. خو اصلي موضوع افراد یا مامورین نه، بلکې هغه د سیمې او د استعماري هېوادونو کړنلارې او سیاستونه دي چې دغه افراد یې د تطبیق لپاره ګمارل شوي دي.

‏مثلاً افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي د مېرمنې وروستۍ څرګندونې د ښځو په اړه پراخ غبرګونونه راوپارول. ځینې انجویي فعالانو د پخواني استازي د مېرمنې د محکمې غوښتنه وکړه. دا ډول غبرګونونه یوازې خندوونکي دي، بلکې دا هم ښيي چې حتا «پوه» انجویي فعالان څومره سطحي تحلیل لري.

‏خلیلزاد او مېرمنه یې د امریکا مامورین دي. که دا په ۱۳۶۷ کال کې غزې ته ورته د جلال ‌آباد د محاصرې لپاره د دوی لابیګران وو، بیا د ۲۰۰۰ کال نه وروسته د بشر د حقونو او د بیان د آزادۍ او د طالبانو د ورک کولو لپاره د اعلامیو ورکوونکي وو، یا اوس د ښځو د حقوقو محدودولو په برخه کې دوی توجیه کوونکې دي، چې دا ټول د دوی د ماموریت په وظیفوي لایحه کې شامل دي، کېدای شي بله ورځ دوی یو ځل بیا د اوسني استبدادي حاکمیت په ضد د بمي حملو ملاتړ وکړي او یو ځل بیا هغوی د «بشردوستو» جامې واغوندي. نو په دې صورت کې به دا اوسني انجویي فعالان چې د خلیلزاد د مېرمنې د محاکمې غوښتنې کوي، آیا دوی به بېرته د دې امریکایي مامورینو ستاینې پیل کړي؟

‏نو که موږ غواړو د خپلو غمیزو ریښې وڅېړو، باید تمرکز د افرادو پر ځای د هغو حکومتونو پر سیاستونو وکړو چې دغه افراد یې استخدام کړي. نن سره له دې چې فلسطیني مبارزین په بده ورځ او په نړۍ کې خواره واره دي، خو هغوی یوه ملي اګاهي لري. د خپل برخلیک پړه په افرادو نه بلکې د لویو قدرتونو په سیاستونو اچوي. اوږده خو دوامداره سازماني او ایډیالوژیکه مبارزه کوي او هېڅکله ورنه لاس په سر شوي نه دي.

‏موږ دا ځکه نه ‌شو کولای، چې منظم، ایډیالوژیک بنسټ لرونکي سیاسي سازمانونه او د اوږد مهاله مبارزې حوصله نه لرو، ځکه انجويي تفکر موږ په لنډ مهاله پروژو روږدي کړي یوو او د خپل ملت یوې لویې فاجعې ته د بحران د مدیریت، تمویل، پروژو او نورو انجويي مفاهیمو له عینکو ګورو.

‏سیاسي پروسه یوازینۍ لاره ده:
‏د سیاسي پروسې د پیل لپاره تاریخي حافظه پکار ده او د دې حافظې په اساس باید روایتونه ایجاد شي. دا سمه ده چې ټولنه لنډه حافظه لري. د ټولنې د لنډې حافظې موضوع نه یوازې په افغاني ټولنه کې بلکې د نړۍ په ټولو ټولنو کې شته. د تاریخ د ژوندي ساتلو، تحلیل کولو او د هغې په اساس د روایتونو رامنځته کول د سیاسي سازمانونو او ملي دولتونو دنده ده.

‏که اوس ملي دولت نه لرو، نو د سیاسي سازمانونو د جوړېدو لپاره خو تر یوې اندازې زمینه مساعده ده. د دې په ځای چې هره ورځ پر خبري سرلیکونو غبرګونونه وښیو، پکار ده له خپلو نږدې فکري ملګرو سره دوامداره سیاسي بحثونو او دیالوګونو ته زمینه برابره کړو. داسې دیالوګ چې روښانه پایلې ولري او ورو ورو به د سیاسي شبکو او ایډیالوژیکو سازمانونو بنسټ او اساس وګرځي. داسې سازمانونه چې بهرنۍ بودیجې ونه لري او مستقل وي. که خپلواک و نه اوسو، موږ به د افرادو په توګه د مامورینو د ستاینو او غندلو په ګرداب کې له منځه لاړ شوو. موږ نه یوازې د خپل لنډ تاریخ څخه د خپلو روایتونو په جوړولو کې استفاده کولای شو، بلکې د ځان په څېر په نړۍ کې د نورو محکومو ملتونو لکه کُردانو، فلسطینیانو، بلوڅانو او … د سیاسي تاریخ په لوستو خپل ملي فکري اساس او روایت غښتلی کولای شو.

‏دا ډېر لومړني خو حیاتي ګامونه دي، چې د هېواد د ملي سیاسي بهیر لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي او کېدای شي د ۱۳۶۷ په څېر د بلې غمیزې د تکرار مخنیوی وکړي. باید له احساساتي غبرګونونو تېر شوو او پر ژوره سیاسي پوهه تمرکز وکړو؛ هغه پوهه چې د سیمې او نړۍ د سیاستونو ماهیت وپېژني او هېواد کې د باثباته سیاسي بهیر پيل تضمین کړي.