د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې هر ساعت یوه مور د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د هغو ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې د مخنیوي وړ دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراخولو په موخه یې یو نوی پروګرام پیل کړی، چې د اسلامي پراختیايي بانک له مالي ملاتړ څخه برخمن دی.

د راپور له مخې، په دې پروګرام کې د سلګونو روغتیايي کارکوونکو روزنه، د ښځو لپاره د باکیفیته روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي ښه کول او د زېږون اړوند پیچلو ناروغیو لپاره د ځانګړو خدماتو رامنځته کول شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، لوړ د وینې فشار، سخت انتانات او د زېږون پر مهال رامنځته کېدونکې ستونزې په افغانستان کې د میندو د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د متخصصو کارکوونکو روزنه او د ښځو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي ښه کول کولای شي د میندو د مړینې کچه راکمه کړي.