د UNICEF په تازه راپور کې ویل شوي، چې سره له دې چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې میلیونونو ماشومانو او کورنیو ته مرستې رسېدلې، خو په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم لوړې پاتې دي.
د راپور له مخې، له ۲۰ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شوي، چې پکې ۵.۶ میلیونه ماشومان شامل دي او ۱.۴ میلیونه نوي زېږېدلي ځانګړو پاملرنو ته اړتیا لري.
یونیسف وایي، شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومان او میندې د تغذیې حیاتي خدماتو ته اړتیا لري، او لا هم ډېر ماشومان د خوارځواکۍ او ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
په زدهکړه کې هم څه باندې ۴ میلیونه ماشومانو ته فرصتونه برابر شوي، خو ګڼ شمېر لا هم له تعلیم بېبرخې دي. همداراز ۲.۷ میلیونه کسانو ته د اوبو او حفظالصحې خدمات رسېدلي، خو دا ستونزه لا هم پراخه ده.

