د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې بهرنیو ادارو او بنسټونو ته د حللارې لپاره مراجعه د یوې رښتینې افغاني سیاسي پروسې د ټکني کېدو لامل کېږي.
فضلي د غویي په ۱۶مه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، هغه مهال چې امریکا په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه خبرې کولې، افغان حکومت هڅه وکړه د ښځو حقونه او د ولسواکۍ ارزښتونه د اروپایي ټولنې له لارې خوندي کړي.
د هغه په وینا، د اروپایي ټولنې د استازو ځواب دا و چې که څه هم ارزښتونه مهم دي، خو اروپایي ټولنه د امریکا پرېکړو او سیاستونو ته لومړیتوب ورکوي.
فضلي ویلي، له همدې تجربې وروسته ورته څرګنده شوې چې بهرنیو بنسټونو ته هیله لرل نه یوازې ستونزې نه حل کوي، بلکې د یوه خپلواک او رښتیني افغاني سیاسي بهیر د رامنځته کېدو مخه هم نیسي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان باید د بهرنیو قدرتونو پر ځای پر کورنیو حللارو او سیاسي اجماع تمرکز وکړي

