‏نن جمعه د جنورۍ ۲۴ مه نېټه د زده کړو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

‏یوناما د دې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه کې د یوې پیغام په خپرولو سره یوځل بیا له زده کړو څخه د محرومو افغان نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

‏یوناما په خپل پیغام کې ویلي دي چې ۱۲۲۵ ورځې کیږي چې طالبانو له ۱۲ کلونو څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړي دي.

‏په دې پیغام کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اوتنبایوا په حواله ویل شوي دي چې د زده کړو له حق څخه د میلیونونو افغان نجونو منع کول یوه لویه غمیزه ده.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمهوریت له سقوط وروسته د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر زده کړو پرامخ محدودیتونه ولګول.