‏د انګلستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ریچارډ ګولډ هغه غوښتنې رد کړې دي چې له افغانستان سره د دې هېواد راتلوونکې کرېکټ سیالۍ لغوه شي.

‏ریچارډ ګولډ په ورته وخت کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لږیدلي بندیزونه غندلي دي.

‏نوموړي ټینګار کړی چې د یوې اړخیزې پرېکړې پر ځای د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټولو غړو ګډ دریځ ډېر اغېزناک تمامېدای شي.

‏دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د برېټانیا پارلمان یو شمېر استازو د دې هېواد له کرېکټ بورډ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د لږېدلي بندیزونو په اعتراض دې له دې هېواد سره د کرېکټ سیالۍ لغوه کړي.

‏ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلوونکې فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه په چپنیز ټرافي سیالیو په لړ کې چې په پاکستان کې ترسره کېږي د انګلستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.