د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په پای لوبه کې پاکستان ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، افغان لوبغاړو په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ.
په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې لپاره برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې او تر ټولو ښه وځلیدل.
پاکستانۍ لوبډله بیا د یاد هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د لوبې په ۴۸ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۲۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
افغان نولس کلنه لوبډله په روانه لوبلړۍ کې د څلورو بریاوو او یو ماتې سره د روانې لوبلړۍ اتلولي وګټله.
دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د پاکستان، افغانستان او کوربه متحده عربي اماراتو په ګډون ترسره شوه.