‏د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په ۱۶۹ منډو لویه ماتې ورکړه. دغه سیالي د نومبر ۱۸مه د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوه، چې افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

‏د افغان لوبډلې مخکښ توپوهونکي فیصل خان په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې، چې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې یې پکې شاملې وې. لوبډلمشر محبوب تسکین بیا ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

‏د متحده عربي اماراتو لوبډلې یوازې ۱۹۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۴۵.۴ اورونو کې وسوځېدل. د افغانستان لپاره نصرت نورستاني، نظیف‌الله امیري او خاطر ستانکزي دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

‏افغانستان به خپله راتلونکې سیالي د نومبر په ۲۰مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.