د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړی صالح محمد محمدي نن شنبه د نومبر په ۹ مه نېټه د سنوکر نړیوالو سیالیو په پای لوبه کې د خپل تایلندي سیال پر وړاندې ماتې وخوړله.
ښاغلي محمدي په دې سیالیو کې د دویم مقام په ګټلو سره د برنز مډال وګاټه.
نوموړي د دې سیالیو په نیمهپایلوبه کې خپل ولزي سیال ته څلور-صفر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره ومونده.
د ویلو ده چې د سنوکر نړیوالې سیالۍ د قطر په کوربه توب په دوحه کې ترسره کېږي.