‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۶۸ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

‏بنګله دېش په دې لوبه کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړه، خو افغان لوبډله د دې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

‏افغان لوبغاړي د لوبې په ۴۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یواځې. ۱۸۴ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې په ستر توپیر په سیالې لوبډلې وبایلله.

‏دا په داسې حال کې ده چې ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د ۹۲ منډو په توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.