د افغان ښځو د بدلون غورځنګ وایي چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت باید د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یاد غورځنګ د جمعې په ورځ د نومبر په ۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سیمې او نړۍ د قدرتونو د نفوذ میدان پاتې شوی او امریکا د هغو هېوادونو له ډلې ده چې تر ټولو ډېر اغېز یې په افغان ټولنه درلود.
د افغان ښځو د بدلون غورځنګ ویلي، افغانان تمه لري چې د ټرمپ په بېرته راتګ سره به د امریکا حکومت د دوی د حقونو لپاره ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي و چې د ټرمپ بېرته راتګ سره به د دوحې تړون د ټولو موادو د تطبیق لپاره زمینه مساعده شي.