‏افغان اتل علي‌رضا اساهي د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې یو ځل بیا د ۸۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

‏دا سیالۍ د مالدیف په ادو ښار کې ترسره شوې، چې له افغانستان څخه نهه لوبغاړي او دوه روزونکي پکې شامل وو. د اساهي بریا په ټولنیزو رسنیو کې د هېوادوالو لخوا په پراخه توګه ستایل شوې، او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نوموړي ته مبارکي ویلې ده. دا د اساهي پرله‌پسې دویم کال دی چې نړیوال اتلولي ترلاسه کوي.