د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو په لړ کې د ۴۴ منډو په توپیر عمان ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې نن دوشنبه د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د عمان په کوربه توب ترسره شوه، افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د درې لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره درویش رسولي ۱۰۹ او کریم جنت ۶۰ منډې وکړې او تر ټولو ښه وځلیدل.
سیالې لوبډلې بیا په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۶۷ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې وبایلله.
دا په روانو سیالیو کې د الف کرېکټ لوبډلې دویمه بریا ده، افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.