لیکنه: محمد ابراهیم شینواری

عصبي علوم (Neuroscience)

  1. د (Prefrontal Cortex) دماغي برخه:
    پریفرنټل کارټیکس هغه دماغي برخه ده چې د همکارۍ ټولنیز سلوک هم رامنځ ته کوي او د متشدد سلوک او جګړې سیب هم کېدای شي. دا برخه د احساساتو سره تړاو لري او د مربوط احساس په بنسټ متناسب غبرګون څرګندوي.
  2. دماغي لیږدونکي(Neurotransmitters)
    د اوکسیټو سین په شان دماغي لیږدونکي، په انسانانو کې د پیوند او همکارۍ سلوک پیاوړی کوي.
  3. د فشار او تاوتریخوالی په وړاندې دماغي غبرګون:
    دماغ د اډرینالین او کورتیزول تولید تنبیه کوي چې (د جګړې یا تیښتې هورمون په نوم یادیږي) له فشار او تاوتریخوالي سره اړیکه لري او بدن د دفاعي وضعیت لپاره چمتو کوي.

اروا پوهنه (Psychology)

  1. سلوکي څېړنې:
    سلوکي څېړنې ښيي چې انسانان د همکارۍ او تشدد دواړو وړتیا لري.
  2. ټولنیز سلوک:
    د ټولنیز سلوک څېړنې، لکه د ګروپ دینامیک او د رواني فشارپه وخت کې فردي چلند ښيي چې انسانان د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره همکاري کوي او د تهدید په صورت کې تشدد ته مجبوریږي.
  3. پرمختیایي ارواپوهنه:
    ماشومان هم د همکارۍ او ګډو لوبو میلان ښيي او هم د تهدید او پارېدنې په حالت کې شخړې ته میلان لري.
  4. د ماشومانو سلوکي تجربې:
    په بې طرفه حالت کې، ماشومان عموماً له متشدد سلوک څخه نه، بلکې له مظلوم سره د همدردۍ او خواخوږۍ احساس کوي. دوی حتی د بل ماشوم د ژړا په صورت کې خپل لوبیز وسایل هغه ته ورکوي.
    https://www.youtube.com/watch?v=JWzRFLSucQQ&t=24s
  5. چاپېریالي اغېز:
    د همکارۍ او تشدد په سلوکونو کې توازن د ټولنیزو، چاپېریالي، او فردي عواملو لخوا اغېزمنېږي. انساني او له محبته ډک چاپېریال، روزنه، مثبت نشرات او د سولې کلتور د همکارۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.
  6. فرایډ، اډلر او یونګ:
    فرایډ په تشدد او جنسي غریزې تمرکز کاوه، اډلر د همکارۍ او ټولنیزو احساساتو پر اهمیت ټینګار کاوه، او یونګ د فردي ودې، ځان پېژندنې، او جمعي همکارۍ په اړه نظریات وړاندې کول. فرایډ د انساني طبیعت یوه برخه متشدده ګڼله، خو اډلر او یونګ همکاري اصل ګڼله او تشدد یې د دفاع او عکس العمل یو ډول ګاڼه.

په انساني کړنو او اړیکو کې د غریزو(Instincts) او شهودي احساساتو (Intuitions) رول
غریزې او شهودي احساسات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور د انسانی سلوک په سوق کولو کې مهمه برخه لري، چې په لاندې کرښو کې په لنډیز سره وړاندې کېږي. غریزې او شهودي احساسات د فزیولوژي او ارواپوهنې سره اړیکي لري:
غریزې
په تعاون کې:
ټولنیز تړاو: غریزې د همکارۍ په رامنځ کېدو له دې امله اغیز کوي چې د افرادو تر منځ د ټولنیز پیوند، همدردۍ، او تړاو سلوکونه هڅوي. په نتیجه کې انسانان اتحادیې جوړوي، د شریکو ګټو لپاره یوځای کار کوي، او د اړتیا پر مهال د یو بل ملاتړ کوي.
متقابل عمل: له دې امله چې له نورو سره مرسته کول د نورو له خوا د متقابلې مرستې احتمال زیاتوي، نو انساني غریزې افراد له نورو سره همکارۍ ته هڅوي.
په سیالۍ کې:
بقا او ژوندي پاتې کېدل: ژوند او منافعو ته د خطر پر مهال د انسان په بدن کې د جګړې یا تیښتې غبرګون فعالیږي چې یا برید او یا تیښته کوي، تر څو ځان وساتي.
برلاسی او د مراتبو سلسله: د برلاسۍ یا ټولنیز مقام ته د رسیدو یا یې د ساتنې غریزه هم انسان سیالۍ ته لار هواروي چې پکې انسانان د ځواک، حیثیت یا منابعو لپاره سیالي کوي.
شهودي احساس:
شهودي احساس د تصمیم نیولو او ټولنیزو نښو، او اشخاصو د نیتو او ارادو په باب انسان ته لار شيي.
چټکه پرېکړه: په پیچليو ټولنیزو حالتونو کې شهودي احساس انسان ته د چټکې پریکړې توان ورکوي، تر څو ژر فیصله او قضاوت وکړي چې حالت د همکارۍ او که د سیالۍ غوښتنه کوي.
ټولنیزې نښې پېژندل: شهودي احساس انسان توانمنوي چې ټولنیزې نښې وپېژني، د نورو نیتونه درک کړي، او پر اساس یې پریکړه وکړي چې حالت همکاري ته برابر دی که سیالي ته.
لنډه دا چې انساني غریزې او شهودي احساسات داسې لارښود ځواکونه دي چې د شرایطو، ګټې یا ګواښ په پام کې نیولو سره زموږ تمایلات د همکارۍ یا سیالۍ پر لور سوقوي. دا غریزې انسان ته د دې لپاره ورکړل شوې دي چې خپله بقا او ټولنیز یووالی داسې ټینګ کړي، چې د همکارۍ د اړتیا او د سیالۍ د واقعیت تر منځ توازن وساتلي شي.