د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت لهخوا د رسنیو ملاتړو یو شمېر بنسټونو د جوازونو لغوه کول غیرقانوني بللي او دا یې د بیان او رسنیزې ازادۍ پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼلی دی.
یاد مرکز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا اقدام د ازادو رسنیو د ځپلو او د رسنیز انحصار د پراخېدو دوام ښيي.
په اعلامیه کې راغلي، طالبان هڅه کوي هغه غږونه غلي کړي چې د واکمنې ادارې له رسمي سیاستونو سره همغږي نه لري او د رسنیز فعالیت ټول بهیر تر سخت کنټرول لاندې راولي.
دا غبرګون وروسته له هغې خپرېږي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ، د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یوازې د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید شوي او د پاتې نورو لغوه شوي دي.
د خبریالانو مرکز ټینګار کوي، چې دا ډول پرېکړې نه یوازې د قانون له بنسټونو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د رسنیز چاپېریال راتلونکی هم له جدي خطر سره مخ کوي.

