‏په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له ۳ کلنو راپدیخوا له کانکور ازموینو بې برخې شوې دي، طالبانو په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه پیل کړې ده.

‏د طالبانو د ازموینو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لومړی پړوا نن پنجشنبه د مې مېاشتې په ۲۹ نېټه پیل شو.

‏د اعلامیې له مخې دغه ازموینې په پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې شروع شوې دي.

‏اعلامیه کې زیاته شوې چې د دې ازموینو لپاره ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو نوملېکنه کړې ده.

‏د ازموینو ادارې څرګمده کړې چې ګډون کوونکي به د عمومي کانکور، ديني مدرسو او د شپې پوهنځیو لپاره ازموینه ورکوي.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرو شاوخوا څلورو کلنو را پدیخوا له شپږم ټولګي پورته د انجونو په ښوونځیو بندیز لګولی او همداراز د هغوئ پرمخ یې د پوهنتون دروازې هم تړلي دي.