د جنوري ۲۴مه د ملګرو ملتونو لهخوا د زده کړو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ لا هم تړلي پاتې دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. د طالبانو له لوري د «امر ثاني»، د شرایطو برابرولو، د نصاب د جوړولو او له کندهاره د «ښه خبرونو» ژمنې څو ځله تکرار شوې، خو تر اوسه د نجونو د زده کړو دروازې نه دي پرانیستل شوې.
په همدې موده کې، ځینو طالب څېرو په خپلو څرګندونو کې د نجونو زده کړې حرامې بللې او ادعا یې کړې چې دا به فحشا ته لاره هواره کړي.
د معلوماتو له مخې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۵۹۰ ورځې پوره شوې دي. دا بندیز په ۲۰۲۲ کال کې ولګول شو. همدارنګه، د پوهنتونونو د تړل کېدو ۱۱۳۰ ورځې هم تېرې شوې دي.

