‏د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې په ایران کې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابروي.

‏د ناروې د کډوالو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې دوی د باکیفیته زده‌کړو برابرولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې ټول افغان ماشومان زده‌کړې وکړي.

‏د ویلو ده چې نوی تعلیمي کال په ایران کې د یکشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۲ مه نېټه پیل شو، خو سلګونه زره افغان ماشومانو ته پکې د نوملیکنې اجازه ورنکړل شوه.

‏د ناروې د کډوالو شورا په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه شورا به هغه افغان ماشومانو ته چې له ښوونځیو پاتې شوي دي د زده کړو زمینه برابره کړي.

‏د ایران حکومت په ځینو لویو ښارونو کې خپلو ښوونځیو ته خبرداری ورکړی چې د هغو ماشومانو له نوملیکنې ډډه وکړي چې د مهاجرت قانوني اسناد نلري.

‏⁦‪#theafghanistanpost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁧‫#افغانماشومان‬⁩ ⁧‫#ایران‬⁩ ⁧‫#نارویکډوالوشورا‬⁩ ⁧‫#زدهکړې‬⁩ ⁧‫#ښوونځي‬⁩ ⁧‫#مهاجرین‬⁩ ⁧‫#افغانستان‬⁩