د ایران د نوي ښوونیز کال په پیل سره، افغان مهاجرین شکایت کوي چې د دوی ماشومانو ته په ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

دوی وایي چې ښوونځي د هغوی ماشومانو ته نوم لیکنه نه کوي، سره له دې چې دوی قانوني اسناد لري. د ایران حکومت د زده کړو او نوم لیکنه پر وړاندې نوي محدودیتونه لګولي دي، چې په ځانګړي ډول د افغان زده کوونکو لپاره یې ستونزې زیاتې کړي دي.