‏د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن جمعه د سپټمبر په ۶ مه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

‏په دې نوملړ کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی) افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ریاض حسن، بهیر شاه محبوب، شاهد الله کمال، عظمت الله عمرزی، شمس الرحمن، ضیا‌ءالرحمن اکبر، ظاهر خان، قیس احمد، خلیل احمد او نجات مسعود غوره شوي دي.

‏کرېکټ بورډ ویلي دي چې دغه ۱۶ کسیز نوملړ د لوبغاړو د ځلېدو او کارکردګۍ پر بنسټ نهایي شوی دی.

‏کرېکټ بورډ یو شمېر افغان لوبغاړو ته له تېرې یوه نیمې اوونۍ راهیسې د هندوستان په ګریټر نویډا ښار کې تمرینات کمپ جوړ کړی و چې په پایله کې یې د لوبډلې له مشر او نورو روزونکو سره له سلا مشورې وروسته دغه ۱۶ کسیز نوملړ غوره او نهایي کړی دی.

‏ټاکل شوې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ دغه ټسټ لوبه د راتلوونکې دوشنبې پر ورځ د هند په ګریټر نویډا ښار کې پیل شي.