د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغان ښځو د زده کړو په اړه ویلي دي هېڅوک دیني صلاحیت نلري چې د دې موضوع په اړه دې له ځانه مفتي جوړ کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم نن یکشنبه د اګسټ په ۲۵ مه د دې وزارت د لاسته راوړونو په کنفرانس کې د ښځو د زده کړو مسلې په اړه ویلي دي چې د افغان ښځو د زده کړو مسله حساسه ده او په دې برخه کې په بېړه تصمیم نیول نا ممکن دي.

ندا محمد ندیم وویل چې د افغان ښځو د زده کړو په اړه عملي څېړنې روانې دي، که چېرې دغه څېړنې مثبتې ثابتې شوې نو دوی به افغان ښځو زده کړو ته اجازه ورکړي

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډلې د درې کلنو را پدیخوا له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي بند کړي او همداراز د پوهنتون دروازې یې هم د دوی پرمخ بندې کړې دي.