د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی دی چې د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ سبا د دوشنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۱۲ مه نېټه په کابل کې پېلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي چې دغه کورنۍ سیالۍ د کابل کرېکټ لوبغالي کې په هېواد کې دننه د ځوانو استعدادونو د ودې په موخه پیلوي.

په دې سیالیو کې پنځه لوبډلې امو نهنګان، بند امیر ښاماران، د سپین غر پړانګان، د بست ساتونکي او د مس عينک اتلان به یو بل سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ به د اګسټ مېاشتې په ۱۲ پیل او د همدې مېاشتې تر ۲۵ مې نېټې دوام وکړي.