د افغانستان فوټبال د غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو اتله د هرات اټک انرژي لوبډله د اسیا چلنج لیګ فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه قرغیزستان ته روانه شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د هرات اټک انرژي فوټبال لوبډله د ایران مشهد هوايي ډګر څخه قرغیزستان هېواد ته روانه شوه.

د معلوماتو له مخې د هرات اټک انرژي فوټبال لوبډله د افغانستان فوټبال فدارسیون په همکارۍ د ۲۰ ورځو لپاره د ایران په مشهد کې تمریني کمپ په لار اچولی و.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې د هرات اټک انرژي فوټبال لوبډله به د روانې اګسټ مېاشتې په ۱۳ مه نېټه د قرغیزستان هېواد په جلال اباد ښار کې د عبدیش عطای فوټبال لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.