د افغانستان کرېکټ بورد اعلان کړی دی چې د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله یې پر احسان جنت پنځه کلن بندیز لګولی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کورني کرکټ لوبغاړی احسان جنت د کابل پریمیر لیګ یا KPL دویم پړاو سیالیو کې د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ او د کرېکټ اړوند چارو له ترسره کولو څخه منع شوی دی.

کرېکټ بورډ ویلي دي چې د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېل شي نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کیدای شي، خو د احسان جنت د سرغړونې او حالاتو ته په پام سره نوموړي ته پنځه کلن بندیز په پام کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې نوموړي هم د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مادو خپله سرغړونه منلې او په فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې پر خپلې سرغړونې اقرار کړی دی.

بورډ همداراز څرګنده کړې ده چې په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر دریو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي چې د جرم د ثابتېدو په صورت کې به یې په اړه تصمیمونه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې پر احسان جنت یاد بندیز د دغې اعلامیې له خپرېدو سره سم د پلي کېدو وړ دی چې تر راتلونکو پنځو کلونو مودې پورې به دوام ومومي.