د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې د هېواد ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د روان کال په سپټمبر مېاشت کې د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره د ټسټ لوبه کوي.

کرکټ بورډ نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا ټسټ لوبه به د سپټمبر مېاشتې په ۹ مه نېټه د افغانستان په کوربه توب د هند په ګرېټر نویډا لوبغالي کې وشي.

د هند ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ او هندوستان کرکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هیله څرګنده کړې چې وکولای شي په راتلوونکي کې له نیوزیلند سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبلړۍ هم ولري.

د معلوماتو له مخې افغان ملي لوبډلې تر دې مهاله ۹ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي چې له ډلې یې درې ګټلې او دغه راز یې شپږ لوبې بایللې دي.