د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ نېټې وروسته یې ۹۸ زره او ۹۰۰ هغو افغان کډوالو سره نغدې مرستې کړي دي چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا (UNHCR)  د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې دغه نغدې مرستې یې د خپلو مرکزونو له لارې په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له راستانه شویو کډوالو سره کړې دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې هرې ستنیدونکې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکايي ډالر( د یوې دوه کسیزې کورنۍ یا له هغې زیات شمیر غړو لرونکي کورنۍ ) ته ورکوي.

د معلوماتو له مخې په دې کسانو کې هغه کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نلري نه شاملېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر لومړۍ ورځې پورې ۶۵۱ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.