د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ او ژور بحران رامنځته کړی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، هغه لاسته راوړنې چې په شاوخوا دوو لسیزو کې د بشري حقونو، مدني آزادیو او قانوني تضمینونو په برخه کې شوې وې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له جدي شاتګ سره مخ شوې دي.
د بښنې نړیوال په وینا، افغانانو هغه حقوق او قانوني خوندیتوبونه له لاسه ورکړي چې د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون او نړیوالو بشري حقونو اسنادو کې تضمین شوي وو.
سازمان زیاتوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانانو د اساسي حقونو وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی او د سرغړونو د مخنیوي، مستندسازۍ او حساب ورکولو اړتیا لا هم پر خپل ځای ده.
بښنې نړیوال د بشري حقونو له فعالانو، مدافعینو او نړیوالو ملاتړو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د همبستګۍ لپاره له شته سرچینو او عملي لارو چارو کار واخلي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د مدافعینو، د ملاتړ لپاره نړیواله همغږي، دوامداره فشار او عملي اقدامات اړین دي.

