د بېلابېلو هيوادونو دوولسو مخکښو ښځينه سياستوالو نن چهارشنبه، د جون ۲۶ مه نېټه د «نړیوالو ښځينه رهبرانو د غونډې – ۲۰۲۴» په څنډو کې د يوه پرانيستي ليک په خپرولو سره د دوحې په درېيمه غونډه کې د افغان ښځو د فعالې او مستقيمې ونډې غوښتنه کړې ده.

د دې ليک لاسليکوونکو ويلي چې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغان ښځو شړل «ظالمانه» دي، په دې سره به د هغوی غږ څنډې ته کړل شي او حقونه به يې تضعيف شي.

دا ليک د کوسوو ولسمشرې را ويوسا عثماني، د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیرې هيلري کلينټن، د اسټراليا پخوانۍ لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارد، د افغانستان د بشري حقونو کميسيون پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر، د نيوزيلينډ پخوانۍ لومړۍ وزيرې هيلن کلارک، د مکزيک د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې پاتريشيا اسپينوزا، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پخوانۍ رييسې ماريا فرناندا سپینوزا، د ليتوانيا پخوانۍ ولسمشرې دالیا ګریباوسکایت، د ادموند آ.والش د بهرنيو خدماتو د پوهنځي مرستيالې کارلا کوپل، د فينلينډ پخوانۍ لومړۍ وزيرې سانا مارين، د شمالي ايرلينډ د قانون جوړونې د مجلس پخوانۍ غړې مونيکا مک ويليامز او د ښځو، سولې او امنيت لپاره د جورج ټاون موسسې اجرايوي مديرې ملان وروير لاسليک کړی دی.

دې ښځينه سياستوالو ويلي چې له دې سره-سره د دوحې له غونډې د افغانستان د ښځو حذف د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو د نړيوالې ټولنې له دريځ سره په ټکر کې دي او د دوحې د غونډې اعتبار او اغېز تضعيفوي.

دوی ويلي، موافق دي چې د افغانستان د خلګو د کړاو راکمول اړين دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د بشرپالو مرستو د وېش ملاتړ کوي خو له دې سره-سره د ښځو وضعيت او حقونه له ټولو بحثونو سره تړاو لري.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.