د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله- فطرت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

فطرت ویلي، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندوخېلو کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جېټ الوتکو د بمبار له امله یو سپین‌ږیری او یو ماشوم وژل شوي او د کورنۍ نور غړي ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، وروسته له هغې چې ځایي اوسېدونکي د ژغورنې لپاره د برید سیمې ته ورغلل، بیا پرې دویم هوايي برید وشو چې له امله یې ۲۸ کسان ووژل شول او ۱۵۸ نور ټپیان شول.

د طالبانو د مرستیال ویاند په خبره، په همدې شپه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د لوست کلي پر یوه بل ملکي کور هم بمبار شوی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان پکې وژل شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي، د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ د برولو کلي د یوه ملکي وګړي کور هم بمبار شوی، خو هلته ځاني تلفات نه دي ثبت شوي، که څه هم کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او مالي زیان ورته اوښتی دی.

حمدالله فطرت ټینګار کړی چې د وروستیو معلوماتو له مخې د تېرې شپې په بریدونو کې ټولټال ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي، ۱۶۳ نور ټپیان شوي او درې ملکي کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.