د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو پرلهپسې بریدونه یوازې امنیتي پېښې نه، بلکې د هېواد د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه یو جدي ملي خبرداری دی.
غني په خپل لیکلي پیغام کې ویلي، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ پر سیمو په بریدونو کې بېګناه افغانانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا او د وژل شویو لپاره یې د مغفرت دعا کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې دغو بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په سترګه ونه کتل شي، بلکې د افغانستان د ملي حاکمیت، امنیت او راتلونکي په اړه دې ژوره ملي ارزونه وشي.
محمد اشرف غني پوښتنه کړې چې هغه امنیت چې ژمنه یې کېده، اوس چېرته دی؟ هغه ویلي، افغانان حق لري وپوښتي چې ولې هېواد له یوه بحرانه بل بحران ته لوېږي، ولې د افغانستان د ملي حاکمیت پرلهپسې نقض ته نړۍ بېپروا ښکاري او ولې د دې وضعیت اصلي عوامل له ولس سره نه شریکېږي.
هغه ویلي، افغانستان چې څو کاله وړاندې د سیمهییزو او نړیوالو تعاملاتو په مرکز کې و، اوس انزوا ته ټېل وهل شوی او دا وضعیت د تېرو کلونو د سیاستونو او پرېکړو پایله ده.
غني د «باعزته او پایدارې سولې» پر اړتیا ټینګار کړی او وړاندیز یې کړی چې افغانستان باید خپله نړیواله بېطرفي په رسمي او عملي ډول اعلان کړي او بهرنی سیاست یې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم شي.
نوموړي همداراز د پراخې ملي اجماع غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ټول افغانان باید د سیاسي، قومي، ژبنیو او فکري اختلافونو پرته د هېواد د ژغورنې او راتلونکي لپاره ګډ کار وکړي.
غني ویلي، له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته چمتو دی چې د ملي اجماع په رامنځته کولو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په بیا ټینګولو کې خپله ونډه ترسره کړي.

