د ننګرهار ولایت څخه ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د دوو جلا پېښو په پایله کې یوه ښځه او یوځوان وژل شوي او بل یو کس پکې ټپي شوی دی.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ لومړۍ پېښه تېره ورځ د اګسټ مېاشتې په ۶ مه نېټه د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلوالو موټرسایکل سپرو پر یوې ریکشې ډزې وکړې چې په پایله کې یې یوه ښځه ووژل شوه او ریکشا چلوونکي پکې ټپي شوی دی.

د معلوماتو پربنسټ وسلوال موټر سایکل سپاره له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

په ورته وخت کې د ننګرها ولایت ځايي رسنیو ویلي دي چې د دې ولایت په ښېوې ولسوالې کې ځايي خلکو د یو ځوان جسد موندلی دی.

د سیمې اوسېدوونکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه کس له تېرو دوو ورځو راهیسې له کوره نادرکه شوی و او ځایي خلکو یې جسد د چهارشنبې په ورځ د اګسټ مېاشتې په ۷ مه نېټه د دې ولسوالۍ له « شګې» څخه پیدا کړ.

د معلوماتو پر بنسټ دغه ځوان چې تر دې دمه یې هویت نه دی څرګند شوی د چړو په ګوزارونو وهل شوی او بیا یې جسد د جوارو په کرونده کې غورځول شوی دی.

تر دې دمه د ننګرهار ولایت ځايي طالب چارواکو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په هېواد کې جنايي پېښې، اختطاف او غلا ډېره شوه ده او طالبانو یې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.