د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر، فیلیپو ګراندی، اعلان کړی چې د جګړو، فقر، او اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ په کچه کډوالۍ بیساری حد ته رسېدلې، او شمېر یې ۱۲۳ میلیونه کسانو ته پورته شوی دی.
ګراندی په یوه نړیوال کنفرانس کې ټینګار وکړ چې یوازې د پولو کنټرول به د کډوالۍ بحران حل نه کړي. هغه د بحران د ریښو د حل غوښتنه وکړه.
#theAfghanistanPost #TAP #MigrationCrisis #UNHCR