ځایي سرچینې وايي چې د ننگرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شنبې په ماښام سخته نښته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا نښته لا هم دوام لري او دواړه لوري پر یو او بل له درنو وسلو کار اخیستی دی.
طالب او پاکستان چارواکو تر دې دمه د دې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.